IQNA

په هند کې له مسلمانانو وروسته مسیحیان د هندو ملی پالودجنایتونو قربانیان دي 

15:22 - December 13, 2021
د خبر لمبر: 3485111
تهران (ایکنا)  - د کریسمس د جشن په درشل کې دهندوستان د مسیحیانو پر ښونځیو او کلیساګانو باندې حملې،ددغه هیواد د مسیحیانو د امنیت د تامینیدا په باب اندیښنې رامینځةکړي دي .

ایکناخبری آژانس د یورو نیوز له قوله راپور راکړ،په وروستیو شپو ورځوکې په هندوستان کې د افراطي ملی پالو له خوا د مسیحیانو پر مرکزونو  هم حملې شوي،چې په هغو کې ترټولو وروستۍ حملې د لیندۍ د میاشتې په اتلسمه نیټه شوي دي .په دغې ورځې د هندوانو زوړپالو  تنظیمونو غړو هڅه ړې څو د هاریانه صوبې په روټک سیمې کې په یوې کلیسا ورشي،خو پولیسو د دوي مخه ونیوله . ددغه پروګرام  دلیل،په دغې کلیسا کې د مذهبی بحثونو  کیدل بلل شوي دي .

 له دې څو ورځې مخکې هم د هند مادیا پردش صوبې په مرکزکې د کاتولیکانو له یوې کلیسا سره په اړونده ښونځي هم کابو پنځه سوه افراطي هندوانو یرغل کړی ، که څه هم د ښونځي مسئولانو له پولیسو د مرستې غوښتنه کړې وه ،خو په وسپنیزو ډنډو،کاڼو سبنالو پاریدلو افراطي هندوانو  دغه ښونځی ړنګ کړ. ډيری شناندي او کارپوهان وائي داسې ښکاري ،دغه شان حملې په تیره بیا په هغو صوبو کې چې واکمن بي جې پي ګوند  پکې واکمن دی اویا پکې اکثریّت لري ،پيښږي .د هندوستان د نریندرا مودي په صدراعظمس دهند زوړپال حکومت د هندوانو له دین او کلتور په ملاتړ کې او د لږکیو  په څنډې ته کولو لپاره په هڅې کې بده مخینه لري .

https://iqna.ir/fa/news/4020488/

captcha